په افغانستان کې ۹ طالبان، د ولسوالۍ قاضي، امام، او د امنیې قوماندان ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- رسنیو راپور ورکړ چې د ننګرهار د امنیې قوماندان، یو د ولسوالۍ قاضي او یو امام په وروستیو کې د تاوتریخوالي په جلا جلا پېښو کې ووژل شول، په داسې حال کې چې لږ تر لږه ۹ تنه طالبان په جوزجان ولایت کې ووژل شول.

د طلوع نیوز د راپور له مخې، چارواکو د سپتمبر په ۱۰مه وویل چې عسکرو یاد ۹ تنه طالبان په وروستیو وختونو کې د جوزجان ولایت په فیض اباد ولسوالۍ کې ووژل.

د طلوع نیوز د راپور په اساس، چارواکو تایید کړه چې د سپتمبر په ۱۱مه د سرک د غاړې یوه بم د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د ولایت د امنیې قوماندان برید جنرال زړور زاهد وواژه. چارواکو وویل چې زاهد د تلاشۍ یوې پوستې ته ور روان وو چې موټر یې په یوه ځمکني ماین وربرابر شو.

له دې نه جلا، د فاریاب ولایت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ اداري مدیر عبدالله معصومي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د یادې ولسوالۍ قاضي جلال د سپتمبر په ۱۰مه په مرګوني ډول وویشتل شو.

چارواکو وویل چې یو ځل اورپکو قاضي جلال تښتولی او د درې میاشتو په مخه ساتلی وو.

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، د ننګرهار ولایت د مومند درې ولسوالۍ اداري مدیر حاجي نسیم د سپتمبر په ۱۱مه وویل چې د سپتمبر په ۱۱مه په یاده ولسوالۍ کې یو امام د ټوپک په ډزو ووژل شو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

لیکنه ښه ده او ښکلې پښتو مو لیکلې ده،‌ خو په راپور کې یو عیب دی چې د جنرال زړور زاهد موټر په بم نه دی ختلی. د جنرال زړور زاهد یوه ساتونکي ویلي چې جنرال په پښو یوې پوستې روان وو چې بم پرې وچاودېد. که په خبر او راپور کې دقت ته پام وشي د رسنۍ اعتبار ورسره ډیریږي.‌ ستاسو د هڅو او کوششونو له امله ډېره مننه.

ځواب ورکړئ