کابل -- طلوع نیوز راپور ورکړ چې افغان چارواکو د ننګرهار د امنیې قوماندان برید جنرال زړور زاهد د جنازې په مراسمو کې وویل چې امنیتي ځواکونه به اورپکو ته ماتې ورکړي او د «اتل شهید» انتقام به واخلي.
زړور دوه ورځې مخکې د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د سرک د غاړې په یوه چاودنه کې ووژل شو.
افغان ولسمشر اشرف غني، د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد، د ملي امنیت مشاور حنیف اتمر او نورو حکومتي چارواکو د وژل شوي جنرال په جنازه کې برخه واخیسته.
غني په دې مناسبت وویل، «مونږ د یوه قهرمان شهید په مرګ باندې ویر کوو، خو هغوی (یاغیان) باید پوه شي چې د هر اتل د وینو له هر څاڅکي نه به په زرونو اتلان جوړ شي.»
جاهد هم خپله ژمنتیا تکرار کړه چې د زړور د وژنې غچ به واخلي.
اتمر وویل، اورپکي د افغان ولس دښمنان دي، خو زمونږ زړور او بهادر امنیتي ځواکونه به هغوی ته سزا ورکړي.