کابل -- رسنیو راپور ورکړ چې په ننګرهار او تخار ولایتونو کې په جلا جلا عملیاتو کې لږ تر لږه ۷ تنه اورپکي ووژل شول او یو بل ونیول شو، په داسې حال کې چې یو پولیس په کابل کې په چاودنه کې ووژل شو.
طلوع نیوز راپور ورکړ چې د سپتمبر په ۱۴مه سهار د وخته په کابل کې د یوه مقناطیسي بم په چاودنه کې یو پولیس ووژل شو او یو بل ټپي شو. عیني شاهدانو وویل چې بم د پولیسو یوه موټر پورې نښلول شوی وو او د ښار په دهمزنګ سیمه کې وچاودېد.
په عین حال کې افغان پژواک خبري اژانس راپور ورکړ چې د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي د سپتمبر په ۱۳مه وویل چې امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۶ تنه طالبان ووژل او یو بل یې ټپي کړ.
د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور د سپتمبر په ۱۳مه افغان پژواک خبري اژانس ته وویل چې یو بل اورپکی د دغه ولایت په چاه آب ولسوالۍ کې د ځایي پاڅون د جنګیالیو په حمله کې ووژل شو.