افغان ځواکونو ۲۷ اورپکي ووژل، ۲۰ کلي یې په کندوز کې تصفیه کړل

د سټاف راپور

کابل -- لږ تر لږه ۲۹ تنه اورپکي او ۵ تنه امنیتي سرتېري د افغانستان په بېلابېلو برخو کې مختلفو عملیاتو په ترڅ کې ووژل شول په داسې حال کې چې امنیتي ځواکونو په کندوز ولایت کې له ۲۰ څخه ډېر کلي له طالبانو څخه پاک کړل.

د پژواک خبري اژانس د راپور په اساس، د دفاع وزارت د سپتمبر په ۱۶مه وویل چې امنیتي ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو په دوران کې په ۸ ولایتونو کې د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۷ تنه اورپکي ووژل.

د دفاع وزارت زیاته کړه چې ۴ افغان امنیتي پرسونل هم د دغو نښتو په ترڅ کې ژوند له لاسه ورکړ.

د طلوع نیوز د راپور په اساس، د افغان اردو ۲۰ مې پامیر لوا په یوه اعلامیه کې وویل چې امنیتي ځواکونو د کندوز ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې هم له ۲۰ کلیو څخه ډېر د طالب اورپکو له وجود نه پاک کړل.

په اعلامیه کې راغلي چې په لسګونو طالبان ووژل شول او ټپیان شول او یو شمېرغټې وسلې د امنیتي پرمختګونو پر وخت ترلاسه شوې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغان امنیتي ځواکونو له خوا ترسره شوي کارونه د ستاینې وړ دي.

ځواب ورکړئ