د ټاپي پایپ لین امنیت افغانان وارخطا کوي

جمعه ګلي انایېف

فراه، افغانستان -- د ازادۍ راډېو ترکمني څانګې د سپتمبر په ۱۳مه د فراه د ولایتي شورا د مرستیال دادالله غني له قوله راپور ورکړ چې ځینې افغان چارواکي د خپلې وړتیا په هکله وېره لري چې د ترکمنستان - افغانستان - پاکستان - هندوستان د طبیعي ګازو د پایپ لین ساتنه وکړي.

هغه وویل چې، «بهرني قوتونه... د ټاپي جوړونه سبوتاژ کوي،» خو د هغو قوتونو نوم یې یاد نه کړ.

په عین حال کې، د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل احمد حکیمي هیله څرګنده کړه چې بالاخره به د افغانستان په جنوبي - لویدیځو برخو کې امنیت راشي. په پام کې ده چې پایپ لین له دغې لارې څخه تېر شي.

هغه وړاندوینه وکړه چې، «که په جنوبي - لویدیځو ولایتونو کې ځایي خلک او مشران د پایپ لین امنیت تضمین کړي او وضعه په خپل لاس کې واخلي، بې له شکه چې، دا پروژه ... به ترسره شي.» د دغه پایپ لین، چې د څلورو هېوادونو له خوا اوږده موده بحث پرې وشو، جوړونه په تېر ډسمبر کې په ترکمنستان کې پیل شوه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500