افغان ځواکونو ۱۱۳ اورپکي ووژل

د سټاف راپور

کابل -- د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۱۳ تنه اورپکي، ۷ تنه افغان عسکر او ۳ تنه د محلي پاڅون غړي ووژل شول.‌

د طلوع نیوز د راپور په اساس،‌ چارواکو د سپتمبر په ۱۹مه وویل چې امنیتي ځواکونو په هرات، فاریاب او وردک ولایتونو کې د جلا جلا نښتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۸ تنه طالب اورپکي ووژل.

په عین حال کې،‌ طلوع نیوز د فاریاب ولایت د امنیې قوماندان جنرال محمد نبي الهام له قوله راپور ورکړ چې افغان امنیتي ځواکونو د یاد ولایت په څلورو ولسوالیو کې د سپتمبر په ۱۹مه د طالبانو حمله په شا وتمبوله، او لږ تر لږه ۱۵ تنه حمله کوونکي یې ووژل.‌

الهام وویل چې خواوشا ۵۰۰ تنو طالبانو د فاریاب ولایت په خواجه سبزپوش، غورماچ،‌ المار او پښتون کوټ په ولسوالیو حملې وکړې خو د ځایي‌ خلکو په مرسته بېرته په شا وتمبول شول. ځایي خلکو وویل چې د نښتو په ترڅ کې درې تنه د ځایي پاڅون غړي مړه شول.‌

د افغانستان ټایمز د خبر له مخې، د دفاع وزارت د سپتمبر په ۱۸مه وویل چې د ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د امنیتي عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۸۰ تنه اورپکي او ۷ تنه افغان عسکر ووژل شول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500