په افغانستان کې په ځانګړیو هوایي عملیاتو کې ۲۹ اورپکي ووژل شول

د سټاف راپور

اروزګان -- رسنیو راپور ورکړ چې په اروزګان او ننګرهار ولایتونو کې د هوایي حملو، او په زابل کې د ځانګړیو امنیتي عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو او د داعش د جنګیالیو په شمول لږ تر لږه ۲۹ تنه اورپکي ووژل شول.‌

د خامه پرېس د راپور له مخې،‌ د دفاع وزارت د سپتمبر په ۱۹ مه وویل چې د اروزګان ولایت په ترینکوټ سیمه کې د اورپکو په یوه سنګر باندې د یوې هوایي حملې په ترڅ کې لږ تر لږه ۷ تنه طالبان ووژل شول.‌

په عین حال کې، د خامه پرېس د راپور له مخې د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان هوایي ځواک د سپتمبر په ۱۷مه د شپې له مخې د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په مامند دره کې د اورپکو په پټنځیونو باندې بمبار وکړ چې لږ تر لږه ۱۷تنه د داعش جنګیالي يې په کې ووژل.‌

خامه پرېس راپور ورکړ چې په یوه جلا پېښه کې،‌ د ملي امنیت ریاست د سپتمبر په ۱۹مه ادعا وکړه چې په زابل ولایت کې د ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې یې د القاعده اړوند ۵ تنه اورپکي ووژل.‌

د ملي امنیت ریاست په یوه اعلامیه کې وویل چې دوه تنه نور شکمن کسان د ځانمرګو له واسکټونو، ګڼو وسلو او چاودونکیو موادو سره یو ځای ژوندي ونیول شول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500