د افغان محلي پولیسو د قوماندان په شمول ۹ کسان ووژل شول، اورپکو زیارت ته چاودنه ورکړه

د سټاف راپور

کابل -- د پژواک خبري اژانس راپور ورکړ چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د افغان محلي پولیسو یو قوماندان د هغه له دوه ساتونکیو،‌ دوه ملکیانو او څلور تنو یاغیانو سره ووژل شول، په داسې حال کې چې اورپکو په لوګر ولایت کې یوه زیارت ته چاودنه ورکړه.‌

چارواکو پژواک خبري اژانس ته وویل چې د سپتمبر په ۱۸مه لږ تر لږه ۲ تنه ملکیان او همدا شمېر یاغیان د کندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د تاو تریخوالي په دوه جلا پېښو کې ووژل شول.‌

چارواکو وویل چې ملکي کسان هغه وخت ووژل شول چې د هغوی موټر په اندړانو سیمه کې په یوه ځمکني ماین وربرابر شو په داسې حال کې چې دوه اورپکي د یادې ولسوالۍ په سیاسنګ سیمه کې له امنیتی ځواکونو سره د نښتې پر وخت ووژل شول.‌

پژواک خبري اژانس د زابل ولایت د امنیې قوماندانۍ د مرستیال غلام جېلاني فراهي له قوله راپور ورکړ چې د یاد ولایت د شاه جوی ولسوالۍ په مرکز کې د طالبانو حملې د سپتمبر په ۱۸مه د افغان محلي پولیسو یو قوماندان او د هغه دوه ساتونکي ووژل.‌

فراهي زیاته کړه چې له دې نه په جلا ډول دوه اورپکي د ولایت د مرکز قلات او د سیوري ولسوالۍ ترمنځ د کتیلي منډه په سیمه کې له امنیتي ځواکونو سره د یوې نښتې په ترڅ کې ووژل شول.‌

په عین حال کې، د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ اداري مدیر محمد رحیم امین پژواک خبري اژانس ته وویل چې داسې راپورونه موجود دي چې طالب اورپکو د سپتمبر د ۱۷مې په شپه په یاده ولسوالۍ کې یوه زیارت ته چاودنه ورکړه.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500