د زابل د ولایتي شورا مشر له بمي حملې نه روغ ووت

د سټاف راپور

زابل -- د زابل د ولایتي شورا مشر له یوې بمي حملې نه روغ ووت په داسې حال کې چې د پاڅون دوه تنه غړي او همدومره شمېر ماشومان په سرپل ولایت کې د تاوتریخوالي په جلا پېښو کې ووژل شول.

پژواک خبري اژانس د زابل د والي د ویاند ګل اسلام سیال له قوله راپور ورکړ چې د زابل د ولایتي شورا مشر د سپتمبر په ۱۹مه د شاجوی - قلات ترمنځ په لویه لاره روان وو چې په شاه حسین سیمه کې له موټر سره نژدې یې یوه بمي چاودنه وشوه،‌ خو نوموړی په حمله کې روغ پاتې شو.‌

یوه بل چارواکي د سپتمبر په ۱۹مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې درې تنه اورپکي هم له پولیسو سره په یوه نښته کې ووژل شول.‌

په عین حال کې د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني د سپتمبر په ۲۰مه وویل چې اورپکو د دغه ولایت د سنچارک په دوابه سیمه کې د یوې نښتې په ترڅ کې د ولسي پاڅون دوه تنه غړي ووژل او یو بل یې ټپي کړ.

پژواک خبري اژانس د سپتمبر په ۲۰مه راپور ورکړ چې د تاوتریخوالي په یوه بله پېښه کې لږ تر لږه دوه تنه ماشومان هغه وخت ووژل شول چې د سرپل - جوزجان په لویه لاره د سرپل ولایت په امام جعفر سیمه کې یو ځمکنی ماین له یوې امنیتي پوستې سره نژدې وچاودېد.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500