افغان حکومت او حزب اسلامي د سولې هوکړه لاسلیک کړه

د سټاف راپور

کابل -- رسنیو راپور ورکړ چې د افغان حکومت او حزب اسلامي ګوند چارواکو د سپتمبر په ۲۲مه په کابل کې د سولې هوکړه چې له پخوا راهیسې یې تمه کېدله لاسلیک کړه. ګلبدین حکمتیار د اسلامي حزب ګوند مشري کوي.

طلوع نیوز راپور ورکړ چې دغه مراسم د افغانستان د سولې د عالي شورا په دفتر کې جوړ شوي ول.

د سولې د عالي شورا غړې حبیبې سرابي وویل چې دا هوکړه افغان ولسمشر اشرف غني او حکمتیار ته ځي چې وروستي تاییدوونکي لاسلیکونه پرې وکړي.

د سولې د عالي شورا مشر پیرسید احمد ګېلاني او د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار حنیف اتمر له طالبانو او نورو ټولو اورپکو ډلو نه وغوښتل چې د سولې پروسې سره یوځای شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

عبدالله ډېره هڅه وکړه چې د حکومت او د حزب اسلامی تر منځ د سولې مخه ونیسي لاکن زور یې ونه رسېد. کله چې حزب له حکومت سره سوله وکړه، د حکومت لپاره ډېره ښه امتحاني دوره وه. لاکن حکومت په هغې دوره کې پاتې راغی او له حزب اسلامي سره کړې وعدې یې پوره نه کړې. دغه مسئله د دې سبب شوه چې طالبان سولې کولو ته زړه ښه نه کړي. که له حزب سره مناسب چلند شوی وای،‌ کېدی شي طالبانو هم سوله کړې وای. که د سولې له لارې ستونزه حل شوې وای، اوس به هم ټول افغانان سره یوځای وای او هم به د بشري حقونو، د ښځو د حقونو، د اقلیتونو د حقونو... مسایل نه جوړېدل. خدای دې وکړي چې اوس طالبان له خپلو ټولو مخالفینو سره سوله وکړي او افغانستان بیا جوړ شي.

ځواب ورکړئ

ډېر ښه کار وشو. الله تعالی دې نورو وسله والو ډلو ته هم توفیق ورکړي چې جنګ بس کړي او د سولې پروسې سره یو ځای شي. تل دې وي سوله په ټوله نړۍ کې.‌

ځواب ورکړئ