د وردکو په عملیاتو کې ۱۰ تنه طالبان ووژل شول

د سټاف راپور

میدان وردک، افغانستان -- د طلوع نیوز د راپور له مخې، چارواکو د سپتمبر په ۲۲مه وویل چې افغان سرتېرو د سپتمبر په ۲۱مه د میدان وردک ولایت په نرخ ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۱۰ تنه طالبان ووژل.

د والي ویاند عبدالولي نورزي وویل، عسکرو دغه عملیات هغه وخت ترسره کړل کله چې اورپکو د یوې حملې لپاره تیاری کاوه.

نورزي زیاته کړه، د هېڅ ملکي یا پوځي تلفاتو په هکله راپور نه دی ورکړل شوی.

په عین حال کې، د فاریاب ولایت د دولت اباد ولسوالۍ د امنیې قوماندان ډګروال نعمت الله توپان د سپتمبر په ۲۳مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د فاریاب ولایت یو څارنوال او دوه تنه افغان عسکر د سپتمبر په ۲۲مه په دولت اباد ولسوالۍ کې د طالبانو له بند څخه وتښتېدل.

توپان وویل، څارنوال او عسکر په ترتیب سره ۱۰ میاشتې او ۶ میاشتې مخکې تښتول شوي ول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500