د تخار د امنیې قوماندان او د استخباراتو رییس له بمي چاودنې څخه روغ ووتل

د سټاف راپور

کابل -- د تخار ولایت د امنیې قوماندانۍ مرستیال عتیق الله حیدري پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د امنیې قوماندان او د استخباراتو رییس د سپتمبر په ۲۵مه په لږ څه کې له یوې داسې بمي چاودنې څخه روغ ووتل چې دوه پولیس افسران یې ووژل.

حیدري وویل، یو بم په خواجه غار ولسوالۍ کې تر یوه ټانک لاندې وچاودېد. چاودنې په ټانک کې دننه دوه تنه پولیس افسران ووژل. د ولایت د امنیې قوماندان او د استخباراتو رییس حاجي داود اغا او حاجي ابراهیم هم په ټانک کې موجود ول خو ټپیان نه شول.

خامه پرېس راپور ورکړ چې امنیتي ځواکونو د سپتمبر په ۲۶مه د کابل ولایت په بګراميو ولسوالۍ کې یو کس چې د ځانمرګي برید اراده یې لرله په ډزو وویشت.

امنیتي سرچینو وویل، بمي بریدګر غوښتل چې خپل موټر ته چاودنه ورکړي، خو ځواکونو هغه وپېژند او هدف ته له رسېدلو څخه مخکې یې وواژه.

د خامه پرېس د راپور له مخې، افغان ملي اردو د سپتمبر په ۲۵مه وویل چې د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې د سپتمبر په ۲۴مه ۴ تنه اورپکي هغه وخت ووژل شول چې غوښتل یې د توپ یوه ګولۍ انتقال کړي خو له وخت نه مخکې پرې وچاودېده. په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۵ تنه ملکي کسان ووژل شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500