کابل -- طلوع نیوز راپور ورکړ چې افغان ولسمشراشرف غني او د حزب اسلامي افغانستان ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د سپتمبر په ۲۹مه د ویډیو له لارې په برابرو شویو مراسمو کې خپل د سولې تړون چې له اوږدې مودې راهیسې یې تمه کېدله لاسلیک کړ.
لومړی د حزب اسلامي افغانستان او د افغانستان د سولې د عالي شورا استازو تېره اونۍ تړون لاسلیک کړ. حکمتیار او غني دغه تړون په جلا جلا توګه لاسلیک کړ.
غني د لاسلیک ورځ «یوه تاریخي ورځ» وبلله.
حکمتیار د انټرنیټ په مټ د یوه ژوندي ویډیوي لېنک له لارې د غني سره مل شو او هغو کسانو ته یې مبارکي ورکړه چې د تړون د برابرولو لپاره یې کار وکړ. حکمتیار په اورپکو ګروپونو باندې زور راوړ چې د سولې پروسې سره یوځای شي.