۱۵افغانان په چاودنو کې ووژل شول؛ یو کس چې د ځانمرګي بمي بریدګرشک پرې کېده ونیول شو

د سټاف راپور

کابل -- رسنیو راپور ورکړ چې بمونو په درې ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۵ تنه افغانان ووژل، په داسې حال کې چې مقاماتو یو کس چې شک کېده چې غواړي ځانمرګی برید ترسره کړي ونیو.

د طلوع نیوز د راپور له مخې، د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري تایید کړه چې د دغه ولایت په درزاب ولسوالۍ کې یوې چاودنې د اکتوبر په ۳ مه لږ تر لږه ۶ تنه ملکیان ووژل.

طلوع نیوز راپور ورکړ چې یوه بم چې په بایسکل کې ځای پرځای شوی وو د اکتوبر په ۳مه په کابل کې لږ تر لږه دوه تنه افغانان ووژل. د کابل د جنایي څېړنو د ریاست مشر فریدون عبیدي وويل چې بم هغه وخت وچاودېد چې د دفاع وزارت د منسوبینو یوه موټر له سیمې څخه تېرېده.

د خامه پرېس د راپور له مخې، د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د اکتوبر په ۲ مه وویل چې د دغه ولایت په لښکرګاه ښار کې د سرک د غاړې یوه بم په وروستیو وختونو کې د یوې کورنۍ ۷ تنه غړي ووژل.

هغه زیاته کړه چې په مړو کې ۴ ماشومان او دوه ښځې شامل ول.

خامه پرېس د اکتوبر په ۲مه راپور ورکړ چې د ملي امنیت ریاست په وروستیو وختونو کې په جلال اباد کې د داعش یو شکمن ځانمرګی بمي بریدګر مخکې له دې چې خپل ځان ته چاودنه ورکړي ونیو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500