عشق اباد -- د اروپا د امنیت او همکارۍ موسسې (OSCE) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې ۱۳ تنو افغان سرحدي پولیس افسرانو د ترکمنستان په عشق اباد ښار کې د سپتمبر په ۲۶ - ۳۰ مه یو روزنیز کورس بشپړ کړ.
د اروپا د امنیت او همکارۍ د موسسې (OSCE) او د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام (UNDP) له خوا تطبیق شوې د افغانستان د شمال د سرحدونو د ساتنې پروژې د «عمومي ګزمې عالي کورس»، چې افغانانو ته یې د «د هغوی د مسلکي مهارتونو د لوړولو په مقصد د توپوګرافیکو نقشو د ډولونو او شکلونو» په هکله روزنه ورکړه، ترتیب کړی وو. د دغه سیمینار بله موضوع د جنسیت په هکله خبرتیا وه.