له کندوز او هلمند څخه د شخړو راپورونه ورکول شول

د سټاف راپور

کندوز -- طلوع نیوز د اکتوبر په ۳مه د کندوز د امنیې قوماندان جنرال قسیم جنګل باغ له قوله راپور ورکړ چې افغان امنیتي ځواکونو په وروستیو وختونو کې د کندوز په ښار د طالبانو د یوې حملې په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۵ تنه یاغیان ووژل.

د کندوز د والي اسدالله عمرخېل په وینا، وضعه ښه کېدو خوا ته روانه ده او امنیتي ځواکونه په ټولو سیمو کنټرول لري.

دفاع وزارت په یوه ټویټ کې لیکلي چې طالبان له سیمې نه د تېښتې پر وخت د خپلو مړو ملګرو جسدونه شا ته پرېږدي.

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په وروستیو وختونو کې د کندوز د جګړې مشري پرغاړه واخیسته. خامه پرېس راپور ورکړ چې نوموړي د اکتوبر په ۳مه یو کانفرانس دایر کړ چې د روانو امنیتي تعرضونو په هکله معلومات ترلاسه کړي.

طلوع نیوز د اکتوبر په ۴ مه د چارواکو له قوله راپور ورکړ چې عسکر او اورپکي د هلمند ولایت په خانشین ولسوالۍ کې هم په جګړه بوخت دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500