۱۶۱ افغان اورپکي او ۱۰ عسکر ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- چارواکو وویل چې د هغو ۱۶۱ تنو اورپکو تر منځه چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ۴۸ ساعتونو په دوران کې ووژل شول لږ تر لږ ۱۰۸ تنه د داعش وفادار کسان شامل ول.

د کورنیو چارو وزارت د اکتوبر د ۵ مې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د ۲۴ ساعتونو په دوران کې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې په جګړه کې لږ تر لږه ۹۶ تنه د داعش غړي وژل شوي دي.

افغانستان ټایمز د اکتوبر په ۴ مه د دفاع وزارت له قوله راپور ورکړ چې امنیتي ځواکونو د ۲۴ ساعتونو په دوران کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې لږ تر لږه ۶۵ تنه اورپکي ووژل.

د دفاع وزارت وویل چې په ۶۵ تنو مړو یاغیانو کې ۱۲ تنه د داعش غړي شامل ول، او زیاته یې کړه چې ۱۰ تنه عسکر هم ووژل شول.

نورو سرچینو د ننګرهار ولایت په کامه ولسوالۍ کې د څلورو کسانو د تازه مړینې، او په بغلان ولایت کې د ۲۷ تنو طالبانو د مړینې په هکله راپورونه ورکړي دي. هغوی ښایي د هغو ۶۵ تنو یاغیانو په ډله کې شامل وي چې د دفاع وزارت له خوا یې د وژنې راپور ورکړل شوی وو.

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، د بغلان والي عبدالستار بارز وویل، یو ځانمرګی په وروستیو وختونو کې په دغه ولایت کې له بایسکل نه ولوېد او ځان ته یې چاودنه ورکړه. ښایي چې دا هم د هغو ۶۵ تنو اورپکو په ډله کې وي چې وژل شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500