جوزجان، افغانستان -- د جوزجان ولایت پخواني والي بای مراد قواینلي تېره اونۍ د ازادۍ راډېو ترکمني څانګې ته وویل، په افغانستان کې د ترکمن نژاد وګړي د سپتمبر په ۲۹مه د افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار د اسلامي ګوند تر منځ د سولې د تړون ملاتړ کوي.
قواینلي ازادۍ راډېو ته وویل، ترکمن ټولنې د ترکمن نژادو په شورا کې چې په وروستیو وختونو کې یې غونډه لرله پرېکړه وکړه چې د سولې د تړون ملاتړ وکړي.
د رسمي احصایې له مخې، د ترکمن نژاد خلک په افغانستان کې پنځم لوی اتنیکي یا نژادي ګروپ دی. هغوی په شمالي ولایتونو کې بېلابېلې طالب ضد ملېشې جوړې کړې دي.