د افغانستان په تاوتریخوالي کې ۱۲۴ کسان ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- د هغو ۱۲۴ کسانو په ډله کې چې په وروستیو کې په افغانستان کې ووژل شول لږ تر لږه ۱۱۵ تنه اورپکي او درې تنه افغان امنيتي منسوبین شامل ول.

خامه پرېس د اکتوبر په ۷مه په یوه راپور کې د کندهار ولایت د رسنیو د ادارې له قوله ولیکل چې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې په یوه نظامي بېس باندې د طالبانو په یوه وروستي برید کې درې تنه عسکر او لږ تر لږه ۲۰ تنه اورپکي ووژل شول.

د میوند قول اردو ویاند جګړن احمد شکیل د اکتوبر په ۶ مه پژواک خبري اژانس ته وویل، د هلمند ولایت په ناوه ولسوالۍ کې په دې وروستیو کې د افغان هوایي ځواکونو په حملو کې لږ تر لږه ۸۸ تنه طالبان ووژل شول.

د بدخشان ولایت د والي ویاند احمد نوید فروتن د اکتوبر په ۶ مه پژواک خبري اژانس ته وویل، عسکرو د دغه ولایت په زېباک ولسوالۍ کې د اکتوبر د ۶-۷ مې په جګړه کې ۷ تنه یاغیان ووژل.

د پژواک خبري اژانس د راپور په اساس، د جوزجان ولایت د امنیې قوماندان رحمت الله ترکستاني وویل چې په یوه جلا پېښه کې د اکتوبر په ۵ مه طالبانو د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې ۶ تنه ملکیان چې د اربکیانو یا افغان محلي پولیسو تور یې پرې لګولی وو، ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500