په افغانستان کې ۱۹۸ یاغیان او ۲۳ سرتېري ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- د پاکستان د ممنوع ګرځول شوې ترهګرې ډلې لشکرجنګوي یو مشر چې په ۲۰۰۹ کال کې په لاهور کې د سریلانکا د کرکټ په لوبډلې له حملې سره د تړاو لرنې له امله تر تعقیب لاندې وو په هغو ۲۱۸ اورپکو کې شامل دی چې په وروستیو وختونو کې په افغانستان کې ووژل شول.

ایکسپریس ټریبیون د اکتوبر په ۹مه راپور ورکړ چې مفرور پاکستانی ترهګر د افغانستان په پکتیکا ولایت کې ووژل شو. په ۲۰۰۹ کال کې د سریلانکا د کرکټ په لوبډله په حمله کې ۷ پاکستاني پولیس افسران ووژل شول او ۷ تنه سریلانکایان ژوبل شول.

د افغانستان ټایمز د راپور له مخې، د دفاع وزارت د اکتوبر په ۹ مه وویل چې د ۲۴ ساعتونو په دوران کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د داعش د ۳۴ تنو جنګیالیو په شمول لږ تر لږه ۱۷۸ تنه اورپکي ووژل شول. ښایي چې اجمل یو له هغو ۱۷۸ تنو څخه وي.

د دفاع وزارت زیاته کړه چې ۱۸ تنه عسکر هم په دې ترڅ کې ووژل شول.

د افغانستان ټایمز د راپور په اساس، د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي وویل چې په وروستیو وختونو کې په یوه جلا پېښه کې د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار په لمنو کې یوه بم د ۳ تنو پولیس افسرانو په شمول ۵ تنه افغانان ټپیان کړل.

د طلوع نیوز د راپور له مخې، د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري د اکتوبر په ۹مه وویل چې امنیتي ځواکونو د څلورو ورځو په بهیر کې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې لږ تر لږه ۲۰ تنه طالبان او داعشیان ووژل.

غفوري وویل چې د یوه محلي قوماندان په شمول ۵ تنه پولیس افسران ووژل شول.

د پژواک خبري اژانس د راپور په اساس، چارواکو وویل چې په اروزګان، لغمان او کندهار ولایتونو کې د وروستیو جګړو په ترڅ کې دوه امنیتي منسوبین او ۱۹ تنه طالبان ووژل شول. ښایي چې د دغو طالبانو او امنیتي پرسونل یو شمېر د هغو ۱۷۸ تنو اورپکو او ۱۸ تنو عسکرو له ډلې څخه وي چې افغانستان ټایمز یې د وژل کېدا راپور ورکړی وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500