د کندهار او هلمند په چاودنو کې ۶ تنه ملکي کسان او ۱۰ تنه پولیس چارواکي ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- په هلمند او کندهار ولایتونو کې په دوو بېلابېلو چاودنو کې ۶ تنه ملکي کسان او ۱۰ تنه پولیس چارواکي ووژل شول، په داسې حال کې چې په تخار ولایت کې د طالبانو د بم جوړونې یوه فابریکه ویجاړه کړای شوه.

ازادۍ راډېو ته د نادعلي ولسوالۍ د امنیې قوماندان حاجي مرجان تایید کړه چې لږ تر لږه ۱۴ کسان چې ۱۰ تنه یې پولیس چارواکي او ۴ تنه ملکي کسان ول د اکتوبر په ۱۰مه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې په یوه موټربم ځانمرګي برید کې ووژل شول.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل، دغه ځانمرګی برید په لښکرګاه کې په امنیتي پوستو باندې د طالبانو د لویې حملې یوه برخه وه.

د پژواک خبري اژانس د راپور په اساس، د کندهار ولایت د والي ویاند صمیم خپلواک وویل چې د اکتوبر د ۱۰مې په وروستیو کې د سرک د غاړې یوې چاودنې د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې دوه تنه ملکي کسان ووژل او پنځه تنه نور یې ټپیان کړل.

له دې نه جلا، خامه پرېس راپور ورکړ چې د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي تایید کړه چې د اکتوبر په ۱‍۱مه په جلال اباد ښار کې له یوې دیني مدرسې سره نژدې د یوې چاودنې راپور ورکړل شو خو چاودنې تلفات نه لرل.

په عین حال کې، خامه پرېس راپور ورکړ چې د ملي امنیت ریاست د اکتوبر په ۱۰مه وویل چې هغوی د اکتوبر په ۱۰مه د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د طالبانو د ماین جوړونې یوه فابریکه ویجاړه کړه، او ۲۵ حلقې پرسونل ضد او عراده ضد په لاس جوړ چاودونکي توکي، درې مقناطیسي او درې د سرک د غاړې بمونه، پنځه د ۸۲ ملي متري هاوان فیوزونه، درې آر پي جي راکټونه، درې د هاوان ګولۍ، درې ریموټ کنټرولونه، ۱۰۰ متره د چاودنې سیم، ۱۶ کیلوګرامه چاودونکي مواد، د ځمکني ماین د چاودولو لپاره یو موبایل فون، ۵۰ د هاوان ګولیو چاودونکي توکي، ۱۲ پوځي یونیفورمونه، یو بکس د داشکې مهمات، او شپږ چاودونکي کپسولونه یې ترې ترلاسه کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500