ځواکونو د طالبانو محاصره پای ته ورسوله، او ۲۰۰ تنه عسکر یې چې په قرغان تپه کې ایسار ول ازاد کړل

د سټاف راپور

بغلان -- رسنیو راپور ورکړ چې امنیتي ځواکونو د اورپکو محاصره ماته کړه او هغه لږ تر لږه ۲۰۰ تنه عسکر یې چې په بغلان ولایت کې په قرغان تپه کې ایسار ول راخوشې کړل،‌ په داسې حال کې چې درې تنه افغان عسکر په اروزګان ولایت کې د طالبانو په حمله کې ووژل شول.‌

د خامه پرېس د راپور په اساس،‌ د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د اکتوبر په ۱۲مه د قرغان تپې محاصره ماته کړه او هغه ۲۰۰ تنه افغان عسکر یې چې په تپه کې ایسار ول راخوشې کړل.‌

صدیقي زیاته کړه چې دا وخت ځواکونه د ډنډ شهاب الدین د سیمې په لوري پرمختګ کوي.‌

په عین حال کې، د اروزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ یوه امنیتي چارواکي د اکتوبر په ۱۲مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې درې تنه افغان امنیتي سرتېري په یاده ولسوالۍ کې له اورپکو سره په یوه بله نښته کې ووژل شول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500