په کابل کې چاودنې د ترافیکو چارواکی وواژه؛ او ځواکونو په نیمروز کې د ترهګریزې حملې مخه ونیوله

د ستاف راپور

کابل -- چارواکو وویل چې په کابل کې یوې چاودنې یو د ترافیکو پولیس وواژه او دوه تنه ملکي خلک یې ټپیان کړل، په داسې حال کې چې امنیتي ځواکونو په نیمروز ولایت کې د وسلو او مهماتو د یوې لویې ډیپو په ضبطولو سره د یوې ترهګریزې حملې مخه ونیوله.

د کورنیو چارو وزارت وویل، د بم چاودنه د کارته نو په مارکېټ سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې یو مقناطیسي بم چې د ترافیکو د پولیسو یوه موټر پورې نښلول شوی وو د اکتوبر په ۱۳مه وچاودېد.

په عین حال کې، امنیتي ځواکونو د اکتوبر په ۱۳مه د نیمروز ولایت په چاربورجک ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۵۰ راکټونه او ۱۰ د هاوان مرمۍ ونیول. خامه پرېس د کورنیو چارو د وزارت له قوله راپور ورکړ چې اورپکو پلان درلود چې دغه وسایل په یاد ولایت کې په یو سلسله بریدونو کې وکاروي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500