کابل -- د خامه پرېس د راپور له مخې، اجرایه رییس عبدالله عبدالله د اکتوبر په ۱۷مه تایید کړه چې د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې د هغه په کاروان د اورپکو په حمله کې سرسري ټپي شوی دی.
دوستم په شمال کې د دغه ګروپ پر ضد ترهګرۍ ضد عملیاتو ته په لاره وو چې د هغه په کاروان د اکتوبر په ۱۶مه اورپکو حمله وکړه.
جنرال دوستم تایید کړه او ویې ویل، هغو بریدګرو چې زمونږ کاروان ته یې لاره نیولې وه د پولیسو یونیفورم اغوستی وو.
طلوع نیوز د محلي چارواکو له قوله راپور ورکړ چې په یوه جلا پېښه کې، د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د سرک د غاړې په یوه چاودنه کې یو کس ووژل شو او څلور تنه نور ټپیان شول.
په عین حال کې، د زابل د امنیې قوماندان میرویس نورزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نامعلومو وسله والو د اکتوبر په ۱۶مه د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د افغانستان د دولتي راډېو تلوېزیون (ملي) یو خبریال وویشت او وواژه.