افغان ځواکونو په هلمند کې ۱۸۱ طالبان ووژل

د سټاف راپور

لښکرګاه -- چارواکو وویل چې د هلمند ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د روانو امنیتي تعرضونو په ترڅ کې ۱۸۱ تنه طالبان او یو پولیس ووژل شول.

پژواک خبري اژانس د هلمند لپاره د میوند قول اردو د قوماندان برید جنرال ولي محمد احمدزي له قوله، چې د اکتوبر په ۱۷مه یې خبریالانو ته خبرې کولې، راپور ورکړ چې امنیتي ځواکونو په نادعلي ولسوالۍ او د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د روانو درې ورځنیوعملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۳۰ تنه طالبان ووژل. احمدزي زیاته کړه چې یو پولیس هم ووژل شو.

طلوع نیوز راپور ورکړ چې د هلمند ولایتي ادارې په یوه جلا خبرپاڼه کې ادعا وکړه چې د لښکرګاه ښار د بشران په سیمه او د ګرمسېر ولسوالۍ په ساحو کې د اکتوبر په ۱۷مه د ځمکنیو او هوایي عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۵۱ تنه اورپکي ووژل شول او د طالبانو ۱۲ عرادې موټر، ۶ موټرسایکلونه او وسلې ویجاړ کړای شول.

طلوع نیوز راپور ورکړ چې په عین حال کې امنیتي ځواکونو د اکتوبر د ۱۶مې په شپه د فاریاب ولایت په مرکز میمنه ښار باندې د طالبانو یوه حمله په شا وتمبوله.

چارواکو وویل چې طالب اورپکو له درې خواوو نه په ښار باندې حمله وکړه او په میمنه کې موجود نظامی بېس او هوایي ډګر یې په نښه کړل، خو امنیتی ځواکونو هغوی بېرته په شا وتمبول. د نښتو په ترڅ کې د هېڅ تلفاتو په هکله راپور نه دی ورکړل شوی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500