د جوزجان اوسېدونکي د جنرال دوستم ملاتړ کوي

د سټاف راپور

جوزجان -- خامه پرېس د اکتوبر په ۱۸مه راپور ورکړ چې د جوزجان په سلګونو ځایي خلک کوڅو ته راووتل چې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره خپل ملاتړ وښیي.

خلکو، چې وسلې یې په لاسونو کې نیولې وې، په دغه ولایت کې د دې لپاره مارش وکړ چې د ولسمشر د مرستیال ملاتړ وکړي او د هېواد په شمالي سیمو کې د طالبانو په مشرۍ یاغیتوب په وړاندې مبارزه وکړي.

جنرال دوستم په جوزجان او نورو شمالي سیمو کې د یاغیتوب پر ضد د مبارزې مشري کوي. څو ورځې وړاندې د هغه په کاروان باندې په غورماچ ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا حمله وشوه، خو هغه په دغه کمین کې روغ پاتې شو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500