کابل -- چارواکو د اکتوبر په ۱۹مه وویل، په غزني، ننګرهار او سرپل ولایتونو کې د امنیتي عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۷۲ تنه اورپکي ووژل شول.
افغانستان ټایمز راپور ورکړ چې د غزني د امنیې قوماندان برید جنرال امین الله امرخېل د اکتوبر په ۱۹مه وویل، د غزني ولایت په مرکز غزني ښار کې د دوه اونۍ اوږدو عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۵۰ تنه اورپکي ووژل شول.
له دې جلا، د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال د اکتوبر په ۱۹مه وویل، د طالبانو له خوا د ننګرهار ولایت بټي کوټ ولسوالۍ ته نومول شوی ولسوال او د طالبانو یو قاضی د هغو ۹ تنه یاغیانو په ډله کې ول چې د چاردهي په سیمه کې په یوه هوایي برید کې ووژل شول.
د افغانستان ټایمز د راپور په اساس، ۸ تنه نور یاغیان د اکتوبر د ۱۸مې په شپه د دغه ولایت د حصارک ولسوالۍ په میاګانو او لرکري سیمو کې د هوایي حملو په ترڅ کې ووژل شول.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وویل، د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ لپاره د طالبانو یو قوماندان د مړو اورپکو په ډله کې شامل وو.
په عین حال کې، یوه چارواکي د اکتوبر په ۱۹مه وویل، امنیتي ځواکونو د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ ۱۳ کلي تصفیه کړل، او د درې ورځنیوعملیاتو په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۵ تنه اورپکي ووژل.