په افغانستان کې تاوتریخوالي ۴۳ اورپکي، ۵ پولیسان، او ۴ ملکیان ووژل

د سټاف راپور

کابل -- د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د تاوتریخوالي په جلا جلا پېښو کې لږ تر لږه ۴۳ تنه اورپکي، ۵ تنه پولیسان او ۴ تنه ملکي خلک ووژل شول.

د طلوع نیوز د راپور له مخې، د هلمند ولایت د والي دفتر وویل چې د دغه ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د اکتوبر په ۲۰مه د سرک د غاړې د بم په یوه چاودنه کې ۴ تنه ملکي خلک چې درې ښځې او یو ماشوم ول ووژل شول.

له دې جلا، خامه پرېس د اکتوبر په ۲۰ مه د افغان ملي اردو د ځواکونو د ۲۱۵ میوند قول اردو د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړ چې د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د طالبانو د بم جوړونې فابریکه ویجاړه کړای شوه، او زیاته یې کړه چې د عملیاتو په بهیر کې لږ تر لږه ۱۵ تنه شکمن طالب یاغیان هم ونیول شول.

طلوع نیوز د اکتوبر په ۲۰ مه راپور ورکړ چې ۲۰۳ تندر قول اردو په یوه خبرپاڼه کې وویل چې امنیتي ځواکونو د غزني ولایت په قره باغ او اندړ ولسوالیو کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۶ تنه اورپکي ووژل.

د جوزجان ولایت د والي ویاند محمد رضا غفوري د اکتوبر په ۲۰مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د امنیتي عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۷ تنه نور یاغیان ووژل شول.

غفوري وویل، دغه اورپکو پلان درلود چې په سردره کلي کې د پولیسو په پوستو باندې حمله وکړي خو ځواکونو، چې استخباراتي راپورونه یې ترلاسه کړي ول، د هغوی مخه ونیوله او ځای پرځای یې ووژل.

بل ځای، د فاریاب ولایت د خواجه سبزپوش ولسوال عبدالله معصومي تایید کړه چې په دغې ولسوالۍ کې طالب اورپکو د اکتوبر د ۱۹مې په شپه د پولیسو په یوه پوسته حمله وکړه او ۵ تنه پولیسان یې ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500