تاجکستان په کندوز کې قربانیانو ته بشري مرستې ورکوي

د سټاف راپور

بدخشان ولایت -- د Avesta.tj په نامه وېب سایټ د اکتوبر په ۲۰ مه راپور ورکړ چې تاجکستان هغو ۳۵ افغان کورنیو ته چې په کندوز ښار کې د وسله والو نښتو له امله متاثرې شوې او بدخشان ولایت ته تللې وې بشري مرسته ورکوي.

په فیض اباد کې د تاجکستان کونسلګرۍ په لسګونو کورنیو ته مرستې ورکړې. عمومي کونسل امېد نظروف دغه مرستې په بدخشان ولایت کې خلکو ته ورکړې.

د اکتوبر د ۳ مې په شپه، طالبانو په کندوز ښار حمله وکړه، او له ټولو خواوو نه یې محاصره کړ. طالب اورپکي د ښار مرکز ته ورسېدل، خو د افغان دولتي ځواکونو له خوا له ښار نه واېستل شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500