په افغان عملیاتو کې ۶۷ اورپکي او ۸ پولیسان ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د یاغیانو ضد عملیاتو او ترهګریزو حملو په ترڅ کې، امنیتي ځواکونو لږ تر لږه ۶۷ تنه اورپکي ووژل او ۶ ملکي کسان یې ازاد کړل، په داسې حال کې چې ۹ پولیسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

طلوع نیوز راپور ورکړ چې د اکتوبر د ۲۴مې په شپه د ننګرهار ولایت په تورخم پوله کې د پولیسو د تلاشۍ په یوه پوسته د طالبانو په یوه حمله کې لږ تر لږه ۸ تنه پولیسان ووژل شول.

د پژواک خبري اژانس د راپور په اساس، د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان برید جنرال ولي محمد احمدزي د اکتوبر په ۲۴مه خبریالانو ته وویل چې په ګرېشک ولسوالۍ او د هلمند د مرکز لښکرګاه په بولان او بشران سیمو کې د تازه امنیتي حملاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۳۴ تنه طالبان ووژل شول او ۶ تنه ملکي کسان د هغوی له محبس څخه ازاد کړای شول.

پژواک خبري اژانس د اکتوبر په ۲۴مه د جوزجان د والي د ویاند محمد رضا غفوري له قوله راپور ورکړ چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت د فیض اباد ولسوالۍ د نیولو لپاره د اورپکو یوه هڅه شنډه کړه او ۳۲ تنه طالبان یې ووژل.

هغه وویل، د فیض اباد ولسوالۍ لپاره دغه دوه جګړې په داسې حال کې پای ته ورسېدې چې اورپکو د خپلو ملګرو اجساد ترشا پرېښودل، او زیاته یې کړه چې په دغو نښتو کې د منجیګک ولسوالۍ لپاره د پولیسو مشرهم ووژل شو.

په عین حال کې، افغانستان ټایمز راپور ورکړ چې د کاپیسا د والي ویاند قیس قادري د اکتوبر په ۲۴ مه وویل، په دغه ولایت کې له امنیتی ځواکونو سره د جګړې په ترڅ کې د ډېرو نورو اورپکو تر څنګ د طالبانو یو مهم قوماندان هم ووژل شو.

قادري وویل، نښتې وروسته له هغه ونښتې چې اورپکو د دغه ولایت په تګاب او الاسای ولسوالیو کې د پولیسو د تلاشۍ پوستو ته اور ورته کړ.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500