اروزګان د بې امنیتۍ له امله ۴۰ ښوونځي بند کړل

د سټاف راپور

ترینکوټ -- پژواک خبري اژانس د حکومتي چارواکو له قوله د اکتوبر په ۲۴ مه راپور ورکړ چې په اروزګان ولایت کې د روانو نښتو له امله خواوشا ۱۰۰۰۰ زده کوونکي له ښوونځیو څخه پاتې شول.

د اروزګان د والي ویاند دوست محمد نایب وویل، د تېرو دوه میاشتو په ترڅ کې د دغه ولایت په ترینکوټ، چوره او ګیزاب ولسوالیو کې خواوشا ۴۰ ښوونځي بند کړای شوي دي، او زیاته یې کړه چې تر هغه وخته پورې چې په دغو سیمو کې امنیت یقیني نه کړای شي ښوونځي نشي پرانستل کېدلی.

د ولایت د ښوونې او روزنې رییس احسان الله ناشر هم دغه راپور تایید کړ، او ویې ویل چې اکثر ښوونځي د ولایت په مرکز ترینکوټ کې په لنډمهاله توګه بند کړای شوي دي او دا چې وروسته له هغه چې امنیت یقیني کړای شي بېرته به پرانستل شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښه خبر نه دی.

ځواب ورکړئ

موافق یم

ځواب ورکړئ