کابل -- افغانستان ټایمز د اکتوبر په ۲۵مه راپور ورکړ چې افغان حکومت به په ۱۰ ولایتونو کې د اټکل ۲۱۸ میلیونه افغانیو (۳.۳ میلیونه امریکایي ډالرو) په لګښت روغتیایي مرکزونه جوړ یا پیاوړي کړي.
د عامې روغتیا وزارت له بېلابېلو خصوصي قراردادیانو سره قراردادونه لاسلیک کړل چې په غور، کندهار، بغلان، میدان ښار او نیمروز کې روغتیایي مرکزونه جوړ کړي، په ورته وخت کې ځینې کلینیکونه پیاوړي کړي او په کابل کې د ملا تره خېل کلینیک ته د احاطې دېوالونه جوړ کړي.
دغه وزارت پلانونه لري چې په ننګرهار، پنجشېر، زابل او پروان ولایتونو کې هم روغتونونه او کلینیکونه جوړ کړي.