افغانستان د کورنیو بې ځایه شویو خلکو لپاره ۲.۲ میلیارده افغانۍ تخصیصوي

د سټاف راپور

کابل -- طلوع نیوز د اکتوبر په ۲۷مه راپور ورکړ چې افغانستان ۲.۲ میلیارده افغانۍ (۳۰ میلیونه امریکایي ډالر) د دې لپاره تخصیصوي چې په را روان ژمي کې د جګړو له امله بې ځایه شویو کورنیو سره پرې مرسته وکړي.

د کډوالو او راستنېدونکو د چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وویل، حکومت لا له مخکې څخه هغو افغانانو ته چې په کندوز، هلمند او فراه ولایتونو کې بې ځایه شوي دي لومړنۍ مرستې وېشلې دي.

د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې سرپرست رییس محمد اسلم سایس وویل، ولسمشر اشرف غني امر کړی دی چې په ټول هېواد کې دا مرستې توزیع شي چې له دغه ډول کورنیو سره مرسته وشي.

بلخي د زماني چوکاټ له ذکر کولو څخه پرته وویل، حکومت له ۲۳۰۰۰ څخه ډېرې بې ځایه شوې کورنۍ خپلو کورونو ته ستنې کړي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500