په افغانستان کې دوه طالبان او د داعش يو قوماندان ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- رسنیو راپور ورکړ چې دوه تنه طالبان او د داعش یو قوماندان په وروستیو وختونو کې په کابل او فراه ولایتونو کې ووژل شول، په داسې حال کې چې د اورپکو په حمله کې په بغلان او کندهار ولایتونو کې ۸ تنه ملکیان او یو پولیس ووژل شول.

افغانستان ټایمز د کابل پولیسو د جنایي څېړنو د مشر فریدون عبیدي له قوله راپور ورکړ چې دوه تنه طالبان د اکتوبر په ۳۰مه په کابل کې هغه وخت په خپلو چاودونکو موادو ووژل شول چې هغوی غوښتل چې په یوه سرک کې یې ځای پرځای کړي.

د افغانستان ټایمز راپور له مخې، د فراه ولایت د ګلستان ولسوالۍ ولسوال اجمل زاهد د اکتوبر په ۳۰مه تایید کړه چې په وروستیو وختونو کې په یوه ویجاړوونکې جګړه کې طالبانو د داعش یو قوماندان وواژه. زاهد وویل، "وژل شوی قوماندان د ځانمرګو بمي بریدګرو د روزنې مسؤل وو."

خامه پرېس د اکتوبر په ۳۰مه راپور ورکړ چې په یوه بله پېښه کې امنیتي ځواکونو په وروستیو وختونو کې په کندهار ښار کې د یوه داسې کس په نیولو سره چې غوښتل یې ځانمرګی برید ترسره کړي د یوه ځانمرګي برید مخه ونیوله. پولیسو وویل، شکمن کس غوښتل چې د پولیسو یو ماموریت باندې حمله وکړي.

د بغلان والي ګوهرخان د اکتوبر په ۳۰مه پژواک خبري اژانس ته وویل، د هاوان یوې مرمۍ، چې ویل کیږي طالبانو ویشتې وه، د اکتوبر په ۳۰مه د دغه ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې په یوه کور کې د درې ښځو او یوه ماشوم په ګډون د یوې کورنۍ لږ تر لږه ۷ تنه غړي ووژل.

د پژواک خبري اژانس د راپور په اساس، د کندهار د پولیسو ویاند ضیاء دراني د اکتوبر په ۳۰مه وویل چې د کندهار ښار په بېلابېلو برخو کې د سرک د غاړې یوه بم او یوه ځانمرګي بمي برید په وروستیو وختونو کې یو ملکي سړی او یو پولیس ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500