افغان امنیتي ځواکونو ۷۰ تنه اورپکي ووژل

د سټاف راپور

کابل -- رسنیو راپور ورکړ چې په افغانستان کې د وروستیو جګړو په ترڅ کې لږ تر لږه ۷۰ تنه اورپکي او ۹ تنه افغان سرتېري ووژل شول.

د افغانستان ټایمز د راپور له مخې، د دفاع وزارت د اکتوبر په ۳۰مه وویل چې افغان ځواکونو د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ۲۴ ساعتونو په دوران کې لږ تر لږه ۷۰ تنه اورپکي ووژل.

د دفاع وزارت زیاته کړه چې په جګړه کې ۹ تنه عسکر ووژل شول.

د طلوع نیوز له مخې، ۲۰۳ تندر قول اردو د اکتوبر د ۳۰مې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د پکتیا ولایت په جاني خېل ولسوالۍ کې د حکومت په یوه وروستۍ حمله کې ۹ تنه نور یاغیان ووژل شول. ښایي چې دغه ۹ تنه د هغو ۷۰ تنو اورپکو په ډله کې شامل وي چې د دفاع وزارت یې د مړینې راپور ورکړی دی.

د خامه پرېس له مخې، په عین حال کې د دفاع وزارت د اکتوبر په ۳۰مه وویل چې امنیتي ځواکونو په وروستیو وختونو کې د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې د طالبانو د وسلو یوه ډیپو ونیوله چې غټه اندازه چاودونکي توکي، وسلې او مهمات په کې موجود ول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500