جلال اباد -- چارواکو وویل چې لږ تر لږه ۱۱ تنه اورپکي او ۶ تنه ملکیان په وروستیو وختونو کې په ننګرهار ولایت کې ووژل شول، په داسې حال کې عسکرو ۱۹ تنه یرغمل نیول شوي کسان په دغه ولایت کې د داعش له بند نه را ازاد کړل.
د ازادۍ راډېو د راپور له مخې، د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر د اکتوبر په ۳۱مه په جلال اباد کې د قومي مشرانو په یوه جرګه ډزې وکړې او بیا یې خپل ځان ته چاودنه ورکړه چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۶ تنه افغانان ووژل.
داعش د دغې پېښې مسؤلیت پرغاړه واخیست
د افغانستان ټایمز له مخې، چارواکو د اکتوبر په ۳۱مه وویل چې افغان ځواکونو په وروستیو وختونو کې د داعش لږ تر لږه ۱۱ تنه غړي ووژل او د اکتوبر په ۳۰مه یې د ننګرهار ولایت په دوه ولسوالیو کې د عملیاتو په ترڅ کې د داعش له خوا ۱۹ تنه یرغمل شوي کسان را ازاد کړل.
د خامه پرېس د راپور له مخې، په عین حال کې د کورنیو چارو وزارت د نومبر په ۱ وویل چې امنیتي ځواکونو په وروستیو وختونو کې د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د داعش یو تش په نامه قاضي ونیو.