جوزجان، افغانستان -- د طلوع نیوز له مخې، چارواکو د نومبر په ۱ وویل چې په جوزجان ولایت کې په وروستیو وختونو کې ښځو د هغو اورپکو پر ضد چې د هغوی په ولایت کې یې حملې کولې وسلې راواخیستې.
د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري وویل چې په درزاب ولسوالۍ کې خواوشا ۱۵ ښځې په وروستیو وختونو کې د اورپکو ضد یونټ سره یوځای شولې.
د درزاب ولسوالۍ ولسوال رحمت الله حاشر وویل، ښځې غواړي چې د خپلو هغو خپلوانو انتقام واخلي چې یاغیانو وژلي دي.
د جوزجان په مرکز شبرغان کې یو شمېر ښځو د دغه نوښت ستاینه وکړه او وایي چې ښځې دې ته تیارې دي چې د خپل هېواد دفاع وکړي.
د شبرغان یوې اوسېدونکې شهلا وویل، امنیتي ځواکونه باید د هغو ښځو کورنۍ خوندي کړي چې د اورپکو پر ضد جګړه کوي.