۴۷ تنه افغان اورپکي،‌ ۷ تنه ملکیان ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- د رسنیو د راپورونو له مخې،‌ چارواکو وویل چې افغان ځواکونو په وروستیو وختونو کې لږ تر لږه ۴۷ تنه اورپکي ووژل.‌

د طلوع نیوز له مخې،‌ ۲۰۹ شاهین قول اردو د نومبر په ۱ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې سرتېرو د فاریاب ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۲۱ تنه اورپکي ووژل.‌

د خامه پرېس له مخې،‌ د دفاع وزارت د نومبر په ۱ وویل چې د کونړ ولایت په دوه ولسوالیو کې په وروستۍ جګړه کې د یوه مصري په شمول ۱۹ تنه یاغیان ووژل شول.

د دفاع وزارت زیاته کړه چې سرتېرو څلور تنه نور یاغیان په غور ولایت کې ووژل.‌

د پژواک خبري اژانس له مخې،‌ د عامه نظم پولیسو قوماندان ډګروال محمد هارون مبارز د نومبر په ۱ وویل چې امنیتي ځواکونو د اکتوبر په ۳۱مه د پروان ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې لږ تر لږه دوه تنه طالبان ووژل، په داسې حال کې چې په همدې ولسوالۍ کې یو اورپکی د نومبر په ۱ د خپلو چاودونکو موادو په وسیله ووژل شو.

یوه ځایي اداري چارواکي احمد لمر عثمانیار د نومبر په ۱ پژواک خبري اژانس ته وویل چې په یوه بل خبر کې یوه د سرک د غاړې بم په وروستیو وختونو کې د پروان ولایت په سیدخېل ولسوالۍ کې ۷ تنه ملکي کسان ووژل.

عثمانیار وویل چې ملکي کسان په کاپیسا ولایت کې یوه واده ته روان ول چې د هغوی موټر یوه ځمکني ماین وواهه،‌ او زیاته یې کړه چې په مړو کې د کلي یو سپین ږیری هم شامل وو.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500