۴۰ تنه افغان اورپکي ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- امنیتي ځواکونو په وروستیو وختونو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې لږ تر لږه ۴۰ تنه اورپکي ووژل.

افغانستان ټایمز د نومبر په ۷ مه راپور ورکړ چې د دفاع وزارت وویل، د ۲۴ ساعتونو په دوران کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ۵ قوماندانانو په شمول لږ تر لږه ۳۸ تنه اورپکي ووژل شول.

افغانستان ټایمز د نومبر په ۷مه راپور ورکړ، پولیسو په وروستیو وختونو کې په ننګرهار ولایت کې د داعش لپاره دوه تنه د وسلو تامینوونکي ووژل.

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، افغان ملي اردو او د ننګرهار پولیسو د نومبر په ۷ مه وویل، د طالبانو او داعش د غړو په شمول لږ تر لږه ۲۸ تنه اورپکي په وروستیو وختونو کې په اروزګان او ننګرهار ولایتونو کې ووژل شول.

طلوع نیوز د نومبر په ۷ مه راپور ورکړ، ۴ تنه نور یاغیان په کندوز ولایت کې د خپل بم په وسیله چې له وخت نه مخکې وچاودېد ووژل شول.

ښایي چې هغه ۳۲ تنه مړه اورپکي د هغو ۴۰ تنو په ډله کې شامل وي چې د دفاع وزارت یې د وژنې راپور ورکړی وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500