اسلام اباد -- ازادۍ راډېو راپور ورکړ چې پاکستان د نومبر په ۸ مه افغان کډواله شربت ګله د تورخم په پوله افغان چارواکو ته وسپارله. پاکستاني چارواکو د هغې څلور ماشومان لا دمخه له خپل هېواد څخه اېستلي ول.
شربت ګله هغه وخت مشهوره شوه کله چې د هغې عکس په ۱۹۸۵ کال کې د نېشنل جیوګرافیک مجلې په پوښ چاپ شو.
پولیسو نوموړې په وروستیو وختونو کې په پېښور کې په داسې حال کې ونیوله چې هغه په جعلي اسنادو په پاکستان کې اوسېدله.
د ازادۍ راډېو د راپور له مخې، افغان ولسمشر اشرف غني مخکې تر مخکې د شربت ګلې د کورنۍ لپاره په کابل کې یو کور په ګوته کړی دی.