کابل -- پژواک خبري اژانس په بېلابېلو راپورونو کې خبر ورکړ چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې په وروستي تاوتریخوالي کې لږ تر لږه ۱۰ تنه افغان اورپکي، ۵ تنه پولیس افسران او ۷ تنه ملکي خلک ووژل شول.
د غزني د امنیې قوماندانۍ مرستیال ډګروال اسدالله شجاعي د نومبر په ۹مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د غزني ولایت په دوه ولسوالیو کې په وروستیو جګړو کې ۱۰ تنه اورپکي ووژل شول.
شجاعي زیاته کړه، په زنه خان ولسوالۍ کې یوه ځمکني ماین په وروستیو کې ۵ تنه پولیس افسران ووژل.
د کندهار د والي ویاند وویل چې یوه بل ماین د دغه ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د نومبر په ۹مه د یوې کورنۍ ۷ تنه غړي ووژل.
په وژل شویو ملکي خلکو کې درې ماشومان او دوه ښځې شامل ول. دغه کورنۍ له یوه واده څخه بېرته راستنېدله.