په افغانستان کې تاوتریخوالي ۲۵ تنه اورپکي ووژل

د سټاف راپور

کابل -- د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په وروستیو جګړو کې لږ تر لږه ۲۵ تنه اورپکي او درې تنه امنیتي پرسونل ووژل شول.

طلوع نیوز راپور ورکړ چې د کورنیو چارو وزارت د نومبر په ۱۴مه په یوه خبرپاڼه کې وویل، سرتېرو د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ۲۴ ساعتونو په دوران کې لږ تر لږه ۲۵ تنه اورپکي ووژل.

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړه، عسکرو په دغو عملیاتو کې ډېرې سیمې له اورپکو څخه پاکې کړې.

د سرپل ولایت والي محمد ظاهر وحدت د نومبر په ۱۵مه پژواک خبري اژانس ته وویل، د یاد ولایت په مرکز سرپل ښار کې لږ تر لږه ۹ تنه اورپکي او ۳ تنه امنیتي پرسونل ووژل شول.

هغه وویل، په مړو امنیتي منسوبینو کې دوه تنه پولیس افسران او یو عسکر شامل ول.

دا ۹ تنه د هغو ۲۵ وژل شویو کسانو په ډله کې ول چې د کورنیو چارو وزارت یې د وژنې راپور ورکړی دی.

د افغانستان ټایمز د راپور له مخې، په عین حال کې د ملي امنیت ریاست د نومبر په ۱۴مه وویل چې د ملي امنیت ادارې په وروستیو کې په غزني ښار کې یو کس چې د ځانمرګي بمي برید د ترسره کولو نیت یې درلود ونیو.

د ملي امنیت ریاست وویل، شکمن کس پلان درلود چې په یوه محلي جومات کې د جمعې د لمانځه لمونځ غاړي په نښه کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500