افغانستان له ملګرو ملتونو څخه وغوښتل چې هیبت الله د بندیزونو په لست کې شامل کړي

د سټاف راپور

کابل -- رسنیو راپور ورکړ چې افغان حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څخه وغوښتل چې د افغان طالبانو لوی مشر ملا هیبت الله اخونزاده خپل د بندیزونو په لست کې شامل کړي او د حزب اسلامي افغانستان مشر ګلبدین حکمتیار له دغه لست څخه وباسي.

خامه پرېس د نومبر په ۱۴مه راپور ورکړ چې ولسمشر اشرف غني په کابل کې د امنیت شورا له یوه پلاوي سره په یوه کتنه کې په ملګرو ملتونو تاکید وکړ چې هیبت الله په یاد لست کې ورزیات کړي.

پژواک خبري اژانس راپور ورکړ چې په یوه بل حرکت کې، د افغانستان د امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر یاد هیئت ته د نومبر په ۱۳مه وویل چې حکومت به د امنیت شورا څخه وغواړي چې له هغه لست څخه د حکمتیار نوم لیرې کړي.

حزب اسلامي په وروستیو وختونو کې یاغیتوب پای ته ورساوه او له افغان حکومت سره یې د سولې یو تړون لاسلیک کړ.

د یوې خبرپاڼې په اساس چې له کتنې څخه وروسته خپره شوې ده، د امنیت شورا هیئت د سولې د تړون د تطبیق په برخه کې کابل ته پوره ډاډ ورکړ.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500