سرپل -- چارواکو وویل چې امنیتي ځواکونو په سرپل او ننګرهار ولایتونو کې د عملیاتو په جریان کې لږ تر لږه ۲۷ تنه اورپکي ووژل.
خامه پرېس د نومبر په ۱۷مه راپور ورکړ چې د دفاع وزارت وویل، د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې په وروستۍ جګړه کې د داعش لږ تر لږه ۶ غړي ووژل شول.
د سرپل والي محمد ظاهر وحدت د نومبر په ۱۶مه پژواک خبري اژانس ته وویل، عسکرو په سرپل ولایت کې د ۲۴ ساعتونو په بهیر کې لږ تر لږه ۲۱ تنه طالبان ووژل.
خامه پرېس د نومبر په ۱۶مه د پولیسو له قوله راپور ورکړ چې د کورنیو چارو وزارت وویل، په میدان وردک ولایت کې پولیسو د نومبر په ۱۵مه داسې یو موټر ونیو چې په لاس جوړو چاودېدونکیو توکو باندې سمبال شوی وو او په پام کې وه چې په جغتو ولسوالۍ کې وچوي.