د کابل د حملې د مړو شمېر ۶ ته ورسېد

د سټاف راپور

کابل -- چارواکو تایید کړه چې په کابل کې د نومبر د ۱۶مې د ځانمرګي بمي برید د مړو شمېر ۶ تنو ته ورسېد.

دغې بمي حملې پنځه تنه ملکي خلک او یو د اردو ډګروال ووژل. یوه ځانمرګي بمي بریدګر داسې یو موټر چې امنیتي پرسونل یې لېږدول په نښه کړ.

پنځه تنه ملکي خلک او پنځه تنه عسکر ټپیان شول. طلوع نیوز راپور ورکړ چې داعش د پېښې پړه پرغاړه واخیسته.

پاکستان دغه بمي برید په کلکه وغانده.

د خامه پرېس د نومبر د ۱۷مې د یوه راپور په اساس، د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نفیس ذکریا وویل، «مونږ دغه ترهګریزه حمله په کلکه غندو. مونږ افغان حکومت او خلکو ته تسلیت وایو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500