سرپل، افغانستان -- چارواکو وویل چې د سرپل ښار په لمنو کې د سرپل ولایت لپاره د طالبانو له خوا د ټاکل شوي والي په شمول لږ تر لږه ۱۱ تنه اورپکي او دوه تنه افغان عسکر ووژل شول.
د طلوع نیوز د راپور په اساس، د دفاع وزارت وویل چې جګړه د ادرنګ برغلي په سیمه کې د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې پېښه شوه.
د دفاع وزارت زیاته کړه چې، وژل شوي تش په نامه والي په سرپل ولایت کې ډېر ترهګریز کارونه ترسره کړي ول.
د سرپل والي محمد ظاهر وحدت د نومبر په ۱۷مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې جګړه کې دوه تنه عسکر ووژل شول.
وحدت وویل، په دې جګړه کې اورپکو د ملکي خلکو ۳۰ کورونو ته اور ور واچاوه.
پژواک خبري اژانس د نومبر په ۱۷مه راپور ورکړ چې په عین حال کې د ملي امنیت ریاست په وروستیو وختونو کې په نیمروز ولایت کې د اورپکو دوه د وسلو ډیپوګان ونیول.