په افغانستان کې ۲۶ تنه اورپکي ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- رسنیو راپور ورکړ، په افغانستان کې وروستۍ جګړې لږ تر لږه ۲۶ تنه اورپکي ووژل.

د خامه پرېس د راپور په اساس، د دفاع وزارت د نومبر په ۲۱مه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې هوایي بریدونو په لغمان ولایت کې لږ تر لږه ۱۵ تنه اورپکي ووژل.

د دفاع وزارت د نومبر په ۲۰مه په یوه جلا خبرپاڼه کې وویل چې یوه هوایي برید په اروزګان ولایت کې لږ تر لږه ۹ تنه طالبان ووژل.

د طلوع نیوز د راپور په اساس، په عین حال کې د کورنیو چارو وزارت وویل چې امنیتی ځواکونو په پنځو ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۴ تنه اورپکي ووژل.

د کورنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې اروزګان او لغمان شامل ول، نو دا روښانه نه ده چې ایا د هغو ۲۴ تنو اورپکو له جملې څخه چې د دفاع وزارت یې په اروزګان او لغمان کې د وژلو راپور ورکړی وو کوم یو د کورنیو چارو د وزارت په شمېرو کې شامل دي.

د افغانستان ټایمز د راپور له مخې، د کورنیو چارو وزارت د نومبر په ۲۰مه وویل چې امنیتي ځواکونو د نومبر په ۱۹مه یو کس، چې د ځانمرګي برید نیت یې درلود او غوښتل یې چې د بدخشان ولایت په بهارک ولسوالۍ کې یو مارکېټ په نښه کړي، وواژه.

د بهارک ولسوالۍ د پولیسو مشر عبدالودود راسخ وویل، د طالبانو یو قوماندان او یو عسکر هم په یاده ولسوالۍ کې په جګړه کې ووژل شول.

په ورته وخت کې، د ملي امنیت ریاست په یوه خبرپاڼه کې وویل چې چارواکو په وروستیو وختونو کې د پکتیکا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د حقاني د ترهګرې شبکې یو قوماندان ونیو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500