په افغانستان کې ۴ اورپکي ووژل شول او درې ۳ نور ونیول شول

د سټاف راپور

کابل -- رسنیو راپور ورکړ چې د طالبانو یو مشر او یو ځانمرګی بمي بریدګر د هغو څلور تنو اورپکو په ډله کې شامل ول چې په وروستیو وختونو کې په افغانستان کې ووژل شول.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک پژواک خبري اژانس ته وویل چې امنیتي ځواکونو د نومبر په ۲۱مه په دغه ولایت کې د یوه قوماندان په ګډون درې تنه طالبان ووژل.

د خامه پرېس د راپور له مخې، د کورنیو چارو وزارت د نومبر په ۲۲مه وویل چې امنیتي ځواکونو همدارنګه په لغمان ولایت کې درې تنه طالبان چې ځانونه یې د پاکستان له پېښور ښار څخه راستانه شوي کډوال ښودل ونیول.

د خامه پرېس د راپور په اساس، په ورته وخت کې د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني د نومبر په ۲۱مه وویل چې امنیتي ځواکونو د سرپل په ښار کې یو کس چې د ځانمرګي بمي برید ترسره کولو اراده یې لرله، مخکې له دې چې د دغه ولایت والي او د استخباراتو رییس په نښه کړي، په ډزو وویشت.

اماني وویل چې والي او د استخباراتو رییس په رسمي کتنه ول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500