د کابل د ځانمرګي برید د مړو شمېر ۳۲ تنو ته ورسېد، داعش د پېښې مسؤلیت ومانه

د سټاف راپور

کابل -- خامه پرېس راپور ورکړ چې په کابل کې د نومبر د ۲۱مې د ځانمرګي بمي برید د مړو شمېر ۳۲ ته پورته شو. داعش د دغې پېښې مسؤلیت ومانه.

یوه ځانمرګي بمي بریدګر په یوه جومات کې د شیعه ګانو په یوه غونډه کې خپل ځان ته چاودنه ورکړه.

په ورته وخت کې، پژواک خبري اژانس د نومبر په ۲۲مه راپور ورکړ چې د فراه د ولایتي شورا یو غړی فرید بختور د نومبر په ۲۱مه په بالا بلوک ولسوالۍ کې د اورپکو له یوې حملې څخه ژوندی ووت. د هغه درې ساتونکي ټپیان شول.

هغه وویل، اورپکو هغه وخت د بختور ډلې ته کمین ونیو چې هغوی هرات ولایت ته سفر کاوه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500