نیوزیلنډ ۳۳۰ افغان محصلان تربیه کوي

کابل -- پژواک خبري اژانس د نومبر په ۲۳مه راپور ورکړ چې نیوزیلنډ په کابل کې د افغان ملي اردو د افسرانو په اکاډمۍ کې د افغان اردو خواوشا ۳۳۰ تنه محصلان چې ښځې هم په کې شاملې دي تربیه کوي.

د نیوزیلنډ دفاعي ځواک اعلان وکړ چې په هغو محصلانو کې چې دغه یو کلن کورس اخلي ۳۰ تنه ښځې هم شاملې دي.

په عین حال کې، خامه پرېس د نومبر په ۲۳مه راپور ورکړ چې افغان حکومت په پام کې لري چې د افغان علماوو په شورا کې ۱۰ تنه ښځې مقررې کړي چې د هغو ستونزو په حل کې مرسته وکړي چې ښځې ورسره مخامخ دي.

د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د را روانې نړیوالې ورځې (نومبر ۲۵) په مناسبت په کابل کې جوړو شویو مراسمو کې د ښځو د چارو وزیرې دلبر نظري وویل، ټول حکومتي مشران باید رامخته شي چې د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي له منځه وړل حمایه کړي.

ولسمشر اشرف غني او د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله ومنله چې په افغانستان کې د ښځو موجوده حالت د منلو وړ نه دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500